د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.
ه یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د بورسونو له لارې بهر ته د لېږل شویو استادانو پر ستونزو، د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر څانګو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر معیاري کولو بحث وشو.
همدارنګه د شورا غړو د هېواد د علمي پراختیا او استادانو د ظرفیت لوړونې په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.