د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د یاد وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شو

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۹:۲۹
dsffsdrewrweer

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یاد معینیت اړوندو رئیسانو څخه وغوښتل، چې په ترتیب سره خپل د تېر کال راپورونه په بله شورا کې وړاندې کړي او د ترسره شویو چارو او نیمګړتیاوو په اړه د شورا د غړو نظرونه واخلي، ترڅو په راتلونکي کې د یادو ریاستونو پلانونو لپاره اړینې مشورې ترسره شي.
همدارنګه په یاده ناسته کې د شورا د تېرو غونډ پريکړو ته لنډه کتنه وشوه او ورپسې د شورا غړو د اجنډا له مخې د علمي پروګرامونو د پراختيا رياست په غوښتنه د فوق لېسانس کمیسیون د غړو انفکاک او غړیتوب حق، د الکترونیکي زده کړو د کمیسیون علمي بورډ، د استادانو د پوهنوال علمي رتبې د عدم ارتقا په ستونزې، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ماموریت او لیدلوري او نورو انفرادي مسایلو په اړه بحث وکړ او لازم تصمیمونه یې ونیول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS