د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معين له مهمند ۲۰۰بستريز نړيوال روغتون څخه ليدنه وکړه

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۶:۲۱
ل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام په لارښوونه، د لوړو زده کړو وزارت یو پلاوی د علمي چارو معین تر مشرۍ لاندې د مهمند دوه سوه بستریز نړیوال روغتون، د طب پوهنځي لپاره د روغتیايي امکاناتو څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او ورسره پلاوي کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په لړ کې د مهمند روغتون د ارزونې څخه وروسته وویل چې یاد روغتون په دې برخه کې ډیر پر ځای او د نړیوالو ستنډردونو په پام کې نیولو سره پانګه اچونه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت پلاوی د دې روغتون بیلابیلې برخې، طبي تجهیزات، لابراتوارونه، طبي او خدماتي پرسونل، عملیاتخونې، د مریضانو بسترونه او نورې برخې له نږدې وکتلې چې له نیکه مرغه د دغه روغتیايي مرکز امکانات د افغانستان په کچه خورا لوړ ځای کې شتون لري.

پوهنمل بالاکرزي په وینا دغه روغتون د طب پوهنځي ایجاد لپاره هم یو لړ امکاناتو لکه درسي خونو او تجهیزاتو په برخه کې کار کړی دی .

همدارنګه د نوموړي روغتون چارواکو په خبره د مهمند نړیوال روغتون مختلفې طبي څانګې لکه د زړه ناروغانو، ارتوپیدي، سترګو، عمومي داخله، عصبي، جراحي، نسایی ولادي او د بیلابیلو لابراتواري عادي او پرمختللي معایناتو څانګې لري چې د باتجربه روغتیاپالانو له لوري د کندهار په شمول د لوی کندهار او ټول هېواد ناروغانو ته په ۲۴ ساعته ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

په پام کې ده چې د مهمند ۲۰۰ بستریز نړیوال روغتون د کتنې رپوټ، د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي له لوري، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام سره شریک کړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۳:۱
Background image

د کابل پوهنتون د عامه اړیکو او پالیسۍ او همدارنګه د ریاضیاتو پوهنځي پرانیستل

د لوړو زده کړو وزیرد کابل پوهنتون د عامه اړیکو او پالیسۍ او ریاضیاتو پوهنځیو نوې ودانۍ پرانیسته او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

 د دغې ودانۍ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون د محصلانو ټولنې ستونزې او وړاندیزونه واورېدل

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د کابل پوهنتون محصلانو له ټولنې سره په داسې حال کې چې د محصلانو چارو معین سید فرهاد شهیدزاده هم حضور درلود، په یوه ناسته کې د محصلینو ستونزې او. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲۶
Background image

لوړو زده‌کړو وزارت چمتو دی څو د ۱۴۰۰ کال د ونو کېنولو په جشن کې په پراخه توګه ونډه واخلي

لوړو زده‌کړو وزارت چمتو دی څو د ۱۴۰۰ کال د ونو کېنولو په جشن کې په پراخه توګه ونډه واخلي.

دغه خبره د لوړو زده‌کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له رییس شاه زمان. . .

BACK TO NEWS