د لوړو زده کړو وزارت د مالي او حسابي چارو نوی مشر معرفي شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۲:۵۲
g

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش او د دغه وزارت یوشمېر مشرانو نن عبدالاحد علي‌زاده د مالي او حسابي چارو د نوي مشر په توګه معرفي کړ. په هغه غونډه کې چې د ښاغلي علي‌زاده ورپېژندنې او د مالي او حسابي چارو پخواني مشر نجیب الرحمن رحماني مخه ښې په‌پار جوړه شوې وه؛ د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ښاغلي رحماني کارونه او هڅې وستایلې.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل چې نجیب الرحمن رحماني د لومړي ځل لپاره لوړو زده کړو وزارت کې د مالي او حسابي چارو مخ ته وړلو او بودجې لګولو په موخه یو تخصصي پلان او سیسټم جوړ کړ چې دا یې یوه ستره او نه هېرېدونکې لاسته راوړنه وبلله

له دې سره د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو مرستیال پوهندوی سیدفرهاد شهیدزاده او د مالي او اداري چارو مرستیال نوراحمد دروېش هم د مالي او حسابي چارو پخواني مشر هڅې وستایلې او هغه یې داسې څوک وباله چې د مالي چارو تنظیم لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي.

پر دې سربېره د لوړو زده کړو وزارت د مالي او حسابي چارو نوي مشر هم ژمنه وکړه چې د یاد ریاست کارونو لاښه کېدو لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS