د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د تېرو تصمیمونو د دقیقې کتنې تر څنګ، د یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو د ننګونو، د دولتي او خصوصي تحصیلي مؤسسو د محصلینو پر ستونزو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د پېر او پلور پر قانوني ستونزو بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه د محصلانو معینیت شورا غړو د اجنډا مطابق د محصلانو مهمې غوښتنې وڅېړلې او محصلینو ته یې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.