د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین او ورسره مل پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ازموینو له بهیره لېدنه او څارنه وکړه.
د یادې لېدنې او څارنې پرمهال د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم د محصلینو ستونزې واورېدې، دوی یې زده کړو ته تشویق کړل او د ازموینې شفافیت ډاډ يې ورکړ.
دغه راز سرپرست معین په یاد پوهنتون کې د محصلینو عملي کار ځای څخه لېدنه وکړه، چې د چاپیریال ساتنې ډېپارټمنټ امر مسیح الله صافي له لوري معلومات ورکړل شول.
بل لور ته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو په استازولۍ، د طبیعي علومو پوهنځي د څلورم سمستر محصل محمد شهیر او د انګلیسي ادبیاتو پوهنځي محصل فیض الله حکیمي، د محصلینو د تدریسي نصاب بشپړ لوستلو، له دوی سره د استادانو ښې رویې، لارښوونو او د ازموینې پروسې شفافیت څخه خوښي څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمیر پوهنتونونو کې د خزاني سمستر ازموینې پیل شوي دي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۵/۳هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۶ هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۷م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر