د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پاليسۍ او تقنين رياست پلاوي لخوا د پروان پوهنتون د پلان کمېټې غړو سره د پنجشنبې په ورځ په ۲۳ - ۶ - ۱۴۰۲ ھ ش نېټه د ستراتيژيک پلان، کلني راپور او احصائيوي فورمونو د ترتيب او اصلاح اړوند مجلس وشو.
ياد مجلس کې د پلان، پاليسۍ او تقنين رئيس مفتي رضوان اللّٰه منيب د ستراتيژيک پلان د موخو او د هغه څخه د راپور د ترتيبولو او نوي احصائيوي فورمونو په اړه وضاحت ورکړو. وروسته د پلان ، راپور او احصائې کارپوهانو د ستراتيژيک پلان او راپور د تدوين په اړه خپل تخنيکي نظرونه وړاندې کړل او همدارنګه د ياد پوهنتون د ستراتیژیک پلان د اصلاح په موخه يې په عملي توګه ډليز کار ترسره کړو.
د ياد پلاوي لخوا د پروان پوهنتون سربېره د دانش لوړو زدکړو مؤسسې د پلان او احصائې کمېټې غړو سره د اړوندو بنسټ د ستراتیژیک پلان، راپورونو او احصائيوي فورمونو د ترتيب په موخه ناسته ترسره شوه.