د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې رياست پلاوي د تحصیلي بنسټونو د ارزونې په لړ کې د پروان ولایت دانش خصوصي لوړو مؤسسې څارنه او ارزونه وکړه.

یاد پلاوي د دانش خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي، محصلانو او مالي او اداري معاونیتونو اړوند چارو څارنه او ارزونه وکړه، د یاد بنسټ له محصلانو سره یې وکتل او د هغوی ستونزو او وړاندیزونه یې واورېدل.
د تحصیلي بنسټونو څارنه او ارزونه د تحصیلي او اداري چارو ښه والي، د ستونزو د حل، د مسؤلینو او محصلینو د وړاندیزونو اورېدو په موخه ترسره کېږي.