د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او اروزنې ریاست پلاوي د یوه کاري سفر په ترڅ کې د جنوب ختیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ارزونه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او اروزنې ریاست د پلان تطبیق او عملکرد امر قاضي عبدالباري غفاري په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ستراتیژیک پلانونه، اکاډمیکې او د محصلانو چارې، درسي صنفونه، کتابتونونه، لابراتوارونه او د یاد زون د تحصیلي بنسټونو د مختلفو برخو ارزونه وکړه.
همدرانګه یاد پلاوي د جنوب ختیځ زون د تحصیلي بنسټونو له مسؤلانو سره د جلا جلا ناستو په ترڅ کې د لوړړو زده کړو وزارت پر قوانینو ټينګار وکړ او د اصولو د مراعاتولو په برخه کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.