د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو مقرره د یو شمېر خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د علمي مرستیالانو په شتون کې، د کیفیت

27/10/1443
1401، د جوزا ۷ نېټه
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو مقرره د یو شمېر خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د علمي مرستیالانو په شتون کې، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو بورډ په غونډه کې د ځینو مادو او وړاندېزونو د تعدیل وروسته تصویب شوه.
یاده ناسته، چې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د رئیس شاکر وحیدي په مشرۍ جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو مقرره د ګڼو غونډو او بحثونو وروسته تصويب شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رئیس د دې مقررې له تصویب څخه د خوښۍ په ترڅ کې وویل، د تقنیني موضوعاتو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادلې د راتلونکو ستونزو د مخنېوي لپاره اغېزمنې دي او اړتیا ده، چې د هغې ټول اړخونه په دقت سره په نظر کې ونېول شي.
وروسته د غونډې غړو د اجنډا مطابق د بلخ پوهنتون د اعتبار ورکولو د درېیم پړاو د بیا کتنې راپور، د بغلان ولایت د قدس لوړو زد ه کړو مؤسسې او د کابل ولایت جهان د لوړو زده کړو مؤسسې د ليدنې او ماموریت او د جوزجان پوهنتون د بیا کتنې د تحلیل په اړه بحث او په اړه يې لازم تصمیمونه ونېول شول.