د لوړو زده کړو وزارت رهبري ډلې پر کابل پوهنتون د ترورېستي بريد د ټپيانو عیادت وکړ

د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبري ډله او د هېواد د جمهوری ریاست چارو ادارې مرستيالانو پر کابل پوهنتون د ترورېستي بريد د ټپیانو پوښتنه وکړه او يوه اندازه نقدې پيسې پرې ووېشلې.
په دې ليدنه کې د لوړو زده کړو او کابل پوهنتون معينانو او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مرستيالانو، په علي اباد روغتون کې د يادې پېښې د ټپيانو د عیادت تر څنګ، يو شمېر هغه پيسې چې د هېواد د ولسمشرۍ له لوري د يادې پېښې ټپيانو او د شهيدانو ورثه وو ته په پام کې نيول شوې وې، هم ووېشلې.
دوی همداراز د ياد روغتون د ډاکټرانو له هڅو چې په وخت يې د ټپيانو درملنه وکړه مننه وکړه.
یادې ډلې په کابل پوهنتون کې د پېښې د ځای ليدنه وکړه او د قضايي ستاژ د بيارغونې له پاره يې لازمې لارښوونې وکړې.