د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

naser_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Xcbhjjknbdrdv

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په داسې حال کې وینا وکړه، چې د کندهار د پوهنې رئیس، د علماوو شورا مرستیال، د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې رئیس او نورو علماء کرامو او مشرانو هم حضور درلود.

 

غونډې ته د وینا پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اسلامي نظام اهمیت او ارزښت، انساني کرامت او مسؤلیتونه یې او د علم پر فضیلت خبرې وکړې، هغه اسلامي نظام د انساني کرامت ساتونکی یاد کړ او ویې ویل: «انساني کرامت د الله تعالی په عبادت او بندګۍ کې خوندي دی؛ خو کله چې انسان د الله تعالی نافرماني وکړي، نو په اسلام او اسلامي ټولنه کې خپل کرامت له لاسه ورکوي.»

 

 نوموړي زیاته کړه، د اسلامي نظام قانون د الله تعالی کتاب وي او انسان دنیوي او اخروي کامیابۍ ته رابولي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه وویل، چې هر مسلمان باید په خپل مسلک کې عصري علوم ترلاسه او د دیني علومو ارزښت وساتي او له استادانو او مسؤلینو یې وغوښتل چې د هېواد د بچیانو سالمې روزنې په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

 

همداراز د کندهار پوهنتون رئیس او د کندهار ولایت د علماوو شورا مرستیال د دیني او عصري علومو پر اړتیا خبرې وکړې او له استادانو یې وغوښتل، چې په واک کې ورکړل شويو ځوانانو سره د ښې روزنې په برخه کې هڅې وکړي.

 

نېټه: شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رمضان المبارک ۱۵ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د کب ۲۵ مه

۲۰۲۵ م د مارچ ۱۵ مه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS