د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي کتابتون افتتاح او ګټې اخېستنې وسپاره.

دغه کتابتون چې د (امام قتبية بن سعيد البغلاني) په نوم نومول شوى، د لوړو زده کړو وزارت له بودېجې څخه جوړ شوى، چې اوسمهال په کې د ديني علومو بېلابېل ١١ سوه ټوکه کتابونه شتون لري.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخواه د یاد کتابتون پرانیسته د لوړو زده کړو پرمختګ په لاره کې یو مثبت ګام وباله.
هغه د اسلام په سپېڅلي دين کې د علم او پوهې ارزښت او د کتابونو په ليکلو او د کتابتونونو جوړولو کې د اسلامي علماوو فعاليتونو ته په اشارې د نويو موضوعاتو سره د کتابونو د تالیف په برخه کې د علماوو او استادانو پر لا زیاتو فعاليتونو ټينګار وکړ.
ورپسې د اسلامي علومو پوهنځي رئیس شیخ عبدالاحد جواد غزنوي د لوړو زده کړو وزارت له همکاریو او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت د علمي معين له هڅو مننه وکړه، چې د ياد کتابتون په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتابتون کې د اسلامي علومو بېلابېل کتابونه لکه تفسير، اصول التفسير، حديث او اصول حدیث، عقيدې، د اسلام تاريخ، نحوه او صرف او لسګونه نور ګټور کتابونه د استادانو او محصلانو د مطالعې لپاره شته.