د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه فدراتیف روسیې ته د خپل رسمي سفر په څنډه کې د تاتارستان هېواد د انرژۍ له پوهنتون څخه لیدنه وکړه. 

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۴:۱۰
Jhhggdg

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او ورسره مل پلاوي، چې تېره ورځ یې «د روسیې او اسلامي نړۍ» په څوارلسم نړیوال اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی و، نن یې د یاد کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان هېواد د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین «خیرولین رامېل کمیلو ویچ» په ملتیا د یاد هېواد د انرژۍ پوهنتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه. 

نوموړي د یاد پوهنتون له مسؤلینو وغوښتل چې له افغانانو سره خپلې تجربې شریکې کړي او افغان محصلینو ته بورسونه ورکړي، چې د کوربه هېواد له لوري د هر ډول علمي او تحصیلي همکاريو ژمنه ورسره وشوه. 

دغه راز په یاده لیدنه کې د دواړو اړخونو تر منځ پر ګډو څېړنیزو پروګرامونو، د دواړو هېوادونو تر منځ پر علمي سفرونو هم بحثونه وشول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS