د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په جریان کې د خراسان خصوصي پوهنتون له لوري د ورزش اونۍ په پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۶:۱۳
fdrfdfd

په یادو مراسمو کې د خراسان خصوصي پوهنتون مشرتابه پلاوي، د ختیځ زون د بدنې روزنې رئیس، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د ننګرهار او یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو او همدارنګه د ګڼو نورو دولتي او غیرې دولتي ادارو رئیسانو او مسؤلینو ګډون درولود. 
په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د خراسان پوهنتون دغه نوښت وستایه او د ذهنې رُشد ترڅنګ یې جسمي پیاوړتیا هم اړینه وبلله. نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې په دې ډګر کې د خپل هېواد لپاره ویاړونه راوړي او د ورزش له لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

همدارنګه د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې عمومي رئیس او د خراسان پوهنتون مؤسس محترم دوکتور احمد طارق کمال د یادو مراسمو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې خراسان پوهنتون تل هڅه کړې چې د ځوانانو فکري او فزیکي روزنې او ودې په خاطر ورته پروګرامونه جوړ کړي. 

په پای کې لوبغاړو په مختلفو برخو کې نندارې ترسره کړي، چې د مېلمنو او مینه والو د ستاینې او پاملرنې وړ وګرځېدل.

د یادولو وړ ده چې هر کال د خراسان پوهنتون له لوري دا ډول ورزشي پروګرام جوړیږي او ورزشکاران پکې ستایل کېږي. 
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS