د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ د یاد وزارت ۱۴۰۲ مالي کال د اړتیا وړ موضوعاتو لپاره د بودیجې د ځانګړې کولو په موخه د فهرست جوړولو غونډه ترسره شوه.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۴:۳۳
dfsds

په یاده غونډ کې، چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د مرکزي پوهنتونونو استازو په حضوري ډول او د ولایتي پوهنتونونو مسؤلینو پکې په انلاین ډول ګډون کړی و د لوړو زده کړو وزارت راتلونکي ۱۴۰۲ مالي کال لپاره په بودیجه بحث وشو او د اړتیا وړ مواردو نوملړ جوړولو په اړه د ګډونوالو نظرونه واورېدل شول.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د غونډې ګډونوالو سره په خبرو کې یادونه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د تېر یو کال هغه موارد، چې اړتیا یې وه او د بودیجې د کمښت له امله ترسره نشول راتلونکي کال لپاره به ورته پاملرنه وشي او د بیا رغونې نیمګړو کارونو ترڅنګ به د پراختیایي پروژو او علمي چارو پرمختګ ته په بودیجه کې ځای ورکړل شي.
په همدې ډول د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلوک او د علمي معینیت د علمي چارو سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین راتلونکي کال لپاره  یو لړ موارد روښانه کړل، چې په وینا یې له ډلې څخه یې راتلونکي کې د هغو استادانو د مصارفو ستونزه چې نورو هېوادونو ته د زده کړې په موخه تللي حل شوې ده او یواځې د مصارفو د لېږد بهیر یې پاتې دی.
همدغه راز په غونډه کې د اړوندو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو وزارت اړوند ادارو له مسؤلینو وغوښتل شول، چې د عامه ګټو، نیمه کارو پروژو او څېړنو لپاره د اړتیا وړ بودیجې وړاندیز وکړي، چې د ا.ا.ا دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هیله ده، چې غوښتنې به یې ومنل شي.
نېټه: یکشنبه
 ۱۴۴۴/۶/۲۲هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۲۵هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۱۵م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS