د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په نیمروز ولایت کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو څخه لیدنه او څارنه وکړه

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۰
+646510

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت دیني مدرسو او جامعاتو د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه. 

نوموړي د ازموینو پروسې نظم وستایه، ګډونوالو ته یې د بریا هیله وکړه او ترې ویې غوښتل چې په ډېره حوصله او فکر سره خپلې پوښتنې حل کړي.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې له استادانو او د څانګو له امرینو سره وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۴مه
۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۲۶مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۱۵مه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS