د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د خوست او پکتیکا ولایتونو وروستیو زلزلو اړوند جوړ شوي سمینار ګډونوالو ته وینا وکړه.

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۸:۱
dsvzxzx

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د خوست او پکتیکا ولایتونو وروستیو زلزلو اړوند جوړ شوي سمینار ګډونوالو ته وینا وکړه.

په یاد سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه لومړی له هغو استادانو مننه وکړه، چې د زلزلې د بررسۍ په موخه یې خوست او پکتیکا ولایتونو ته سفرونه کړي وو او د داسې سمینارونو دایرول یې ګټور وبلل.
 
دغه راز ښاغلي خیرخواه ژمنه وکړه، چې د یادي پېښې د لا زیاتو څېړلو لپاره به استادانو او تخنیکي ټیمونو ته زمینه برابره کړي، چې خپلي نیمګړې څیړنې بشپړې کړي.

همدارنګه د خوست او پکتیکا ولایتونو ته له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه تللیو استادانو د ورستیو زلزلو د ستونزو، اغیزو او لاملونو اړوند خپلې څېړنې او د هغې پایلې د غونډې له ګدونوالو سره شریکې کړې او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS