د لوړو زده کړو وزارت ټاکل شوي پلاوي بدخشان ته د خپل سفر په دویمه ورځ په بدخشان کې له لوړو زده کړو څخه د محلي ادارې د ملاتړ په موخه د دغه ولایت له والي سره وکتل.

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۵:۳۱
sdgfsdhgj

15/1/1444
22/5/1401

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، په داسې حال کې چې د دغه وزارت مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک او د محصلانو د انسجام امر انجنیر ویس الدین بریالي هم حضور درلود، د بدخشان له والي سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د تحصیلي سکټور پر ځواکمنتیا خبرې وکړې. 
انجنیر روحاني د هېواد د پرمختګ او ځان‌بساینې په برخه کې د لوړو زده کړو ارزښت ته په اشارې سره، د هېواد د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ او پراختیا لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي پلانونو او پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.  
د بدخشان والي مولوي عبدالغني فایق د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، له نوموړي پلاوي سره د بدخشان پوهنتون نیمه کاره پروژو د تکمیل ستونزه او د طب پوهنځی د ایجاد غوښتنه شریکه کړه او په دغه ولایت کې یې د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS