د لوړو زده کړو وزارت ټاکل شوي پلاوي کونړ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د علمي او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د مقام د هدایت په اساس ياد پلاوي د انجینر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ، چې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي شاکر الله وحدت، د مالي او حسابي چارو رئیس عبدالباري خپلواک او د انساني سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري یې هم ملتیا کوله، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مختلفې علمي، تدریسي او اداري چارې له نیږدې وکتلې، ارزونه یې وکړه او له استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو سره یې د جلا ناستو په ترڅ کې لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې واورېدل شوې او د لیلیې، ټولګیو او دعوت ارشاد چارې وارزول شوې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي کونړ ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ د تنویر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څخه لیدنه وکړه او په دغه مؤسسه کې یې د تحصیلي چارو پر ځواکمنتیا، د شفافیت پر تأمین او د اسلامي ارزښتونو او لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او مقرراتو پر عملي کولو خبرې وکړې، همداراز ددغه تحصیلي بنسټ تدریسي او اداري چارې وارزول شوې او د شته ستونزو د حل سپارښتنې او لازمې لارښوونې ورته وشوې.