د لوړو زده کړو وزارت پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په درېیمه ورځ په بلخ کې له لوړو زده کړو څخه د محلي ادارې د ملاتړ په موخه د دغه ولایت له والي سره وکتل.

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۲:۲
afasfasf

29/1/1444
5/5/1401

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، په داسې حال کې چې د دغه وزارت د علمی پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر روح الله روحاني او مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک هم حضور درلود، د بلخ له والي سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د تحصیلي سکټور پر ځواکمنتیا خبرې وکړې. 
انجنیر روحاني د هېواد د پرمختګ او ځان‌ بساینې په برخه کې د لوړو زده کړو ارزښت ته په اشارې سره، د هېواد د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ او پراختیا لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي پلانونو او پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.  
د بلخ والي  محترم مولوي قدرت الله حمزه  د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، له نوموړي پلاوي سره د بلخ پوهنتون نیمه کاره پروژو د تکمیل ستونزه او د پوهنتون د  استادانو د غصب شوو نمرو د بېرته راګرځولو موضوع شریکه کړه او په دغه ولایت کې یې د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS