د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د خصوصي تحصیلي بنسټونو د دایمي استادانو د تقرر او تثبیت پروسې پر دوام د ختیځ زون خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه لیدنه وکړه او د استادانو د تقرر دوسیې يې وڅېړلې.
د یاد پلاوي مشري د دغه وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس انجنیر مفتاح الدین عزام کوله، چې په ختیځ زون کې یې د تابش، خراسان، الفلاح، سپین غر، روښان، التقوا، اریانا او تنویر خصوصي تحصیلي بنسټونو د دایمي استادانو د تقرر او تثبیت په موخه د یادو بنسټونو د استادانو تحصیلي اسناد او سوابق وڅېړل.
د یادونې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په خصوصي تحصيلي بنسټونو د علمي کادر د جذب د نوې لایحې له مخې په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې استادان په رسمي او دايمي توګه داسې ګمارل کيږي، چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا به يادو کادرونو ته علمي رتبې هم ورکول کېږي.