د لوړو زده کړو وزارت پلاوي سمنګانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له لوړو زده کړو څخه د محلي ادارې د ملاتړ په موخه د یاد ولایت له والي سره وکتل.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۹:۵۹
fgdfsgd

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، په داسې حال کې چې د دغه وزارت د علمی برنامو پراختیا ریس انجنیر روح الله روحانی مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک او د محصلانو  خدماتو د انسجام امر انجنیر ویس الدین بریالي هم حضور درلود، د سمنګانو له والي سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د تحصیلي سکټور پر ځواکمنتیا خبرې وکړې. 
انجنیر روحاني د هېواد د پرمختګ او ځان‌ بساینې په برخه کې د لوړو زده کړو ارزښت ته په اشارې سره، د هېواد د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ او پراختیا لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي پلانونو او پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.  
د سمنګانو والي  محترم مولوي عبدالرحمن "کندزي"  د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، له نوموړي پلاوي سره د سمنګانو لوړو زده کړو مؤسسې نیمه کاره پروژو د تکمیل ستونزه شریکه کړه او په دغه ولایت کې یې د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS