د لوړو زده کړو وزارت پلاوي لغمان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
ياد پلاوي د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زيربنا رئيس قاضي عبدالعزيز عزيز په مشرۍ، چې د اداري او زيربنا رياست تخنيکي ټيم هم په کې شامل و، د لغمان پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل او د دغه پوهنتون د مسؤلینو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ یې د یاد پوهنتون د رهبرۍ په غوښتنه او د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام په لارښوونه د ادبياتو پوهنځي نوې ودانۍ په موقتي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارله.