د لوړو زده کړو وزارت پلاوي کاپیسا ولایت ته په خپل کاري سفر کې د البیروني پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوی چې شیخ محمد ظاهر په مشرۍ نوموړي ولایت ته سفر وکړ او د البیروني پوهنتون له رهبري پلاوي سره لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د پوهنتون اړوند پر ستونزو او اړتیاوو خبرې وکړې او د حل په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
همدارنګه پلاوي د پوهنتون له څانګو لکه؛ معاونیتونو، آمریتونو، عمومي کتابخانې، مسجد او کادري روغتون څخه لیدنه وکړه، کاري دندې، تشکیل او د پوهتون اړوند اړتیاوې يې مطالعه کړې.
نېټه سه شنبه: ۹/۷/۱۴۴۴ هـ ق ۱۱/۱۱/۱۴۰۱ هـ ش ۳۱/۱/۲۰۲۳