د لوړو زده کړو وزير د سيدجمال الدين افغان خصوصي لوړو زده کړو د موسسې له رهبري ډلې سره وکتل

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۶:۴
g

د لوړو زده کړو وزير د سيد جماالدين افغان لوړو زده کړو خصوصي موسسې له استادانو او رهبري ډلې سره وکتل.

په دې ليدنه کې د يادې مؤسسې رهبري ډلې د لوړو زده کړو وزير ته د مبارکي ويلو ترڅنګ، د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو پر وړاندې خنډونه لکه د ماليې لوړوالی، د استادانو د رتبو او د کادري غړو د تقاعد او امتيازاتو په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير د يادې مؤسسې د استادانو او رهبري ډلې د ستونزو او نظرونو له اورېدو وروسته وويل چې د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د خصوصي سکتور د پياوړتيا له پاره په يو لړ پروګرامونو کار کوي څو له يوه لوري د لوړو زده کړو د بنسټونو د کمي او کیفي لوړتيا زمينه برابره شي او له بل لوري د هېواد د لوی پاړکي ځوانانو له پاره د زده کړو اسانتيا برابره شي.

نوموړي زياته کړه چې موږ هغه وخت کولای شو د لوړو زده کړو عالي پړاو ته ورسېږو چې پر زده کړو سربېره، پر دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د څېړنې او تحقيق چارې هم بنسټیزې کړو او خپلې تګلارې په څېړنيزو چارو سره روانې کړو او په پايله کې وکولای شو ټولنې ته وړ کارونه وړاندې کړو.

همداراز د لوړو زده کړو وزير د دوی د غوښتنو په اړه وويل چې موږ به له دولتي او خصوصي سکتور څخه په ګډه د خصوصي سکتور د ستونزو د اواري له پاره يوه کمېټه جوړه کړو چې ستونزې په بنسټيزه توګه و ارزوي او د يادو سکتورونو د استازو په حضور به مطلوبو پايلو ته ورسېږو.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

BACK TO NEWS