د لوړو زده کړو وزیر تر مشرۍ لاندې د هېواد په کچه د پوهنتونو د لیلیو د وضعیت ښه والي په موخه ناسته تر سره شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳ - ۴:۵۹
ا

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د مرکزي لیلیو محصلانو د ستونزو د حل په تړاو د ټاکل شوې کمېټې کاري راپور واورید او لارښوونه یې وکړه، ترڅو د انټرنټ او کانتین آسانتیاوو او همدارنګه د فرهنګي او سپورټي پروګرامونو جوړولو په برخه کې د لیلیو د محصلانو غوښتنو ته عاجله رسیدګي وکړي او په لیلیو کې د محصلانو د اوسیدو د څرنګوالي طرزالعمل ژر تر ژره چمتو کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فرهنګي او سپورټي پروګرامونو جوړول په لیلیو کې د اوسیدلو د فرهنګ په پیاوړي کولو او د ډول ډول رواني ستونزو په مخنيوي کې اغیزمن وبلل، له اړوندو مسؤولانو یې وغوښتل تر څو د محصلانو له استازو سره یو ځای په دې برخه کې مؤثر پروګرامونه پر لاره واچوي.

همدارنګه د ناستې ګډون والو او د لیلیو د محصلانو استازو، د یادو شویو مواردو د لا ښه پلي کولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یاد شوي وړاندیزونه د تائید وړ وبلل او په دې برخه کې یې د محصلانو او مسؤولینو ترمنځ د زیاتې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس په درېیمه ورځ د څېړونکو استادانو له لوري ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري د (اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په درېیمه ورځ یې د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۵۶
Background image

په پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د مڼو باغ اوبولو سیسټم، ۸۰۰ نیالګیو کېنولو او شنې خونې پر پروژو خبرې وشوې

 

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ، ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې او د پکتیکا ولایت لپاره د ناروېژن کمېټې استازو تر منځ د دغه تحصیلي نهاد په ریاست مقام کې د ځینو غوښتل شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

BACK TO NEWS