د لوړو زده کړو وزیر د استانبول له مرمره پوهنتون څخه لیدنه وکړه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۶:۴۷
g

لوړو زده کړو وزیر ترکیې ته د خپل سفر په بهیر کې د استانبول مرمره پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره یې د اکاډمیکو همکاریو په هکله ویناوې وکړې.

په دې لیدنه کې لومړی پروفیسور دوکتور ایرول اوزوار د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د استانبول مرمره پوهنتون، د دې پوهنتون فعالیتونو او په دغه اکاډمیک بنسټ کې کورنيو او بهرنيو زدکړیالانو ته د تحصیلي خدمتونو په هکله معلومات ورکړل.

ورپسې لوړو زده کړو وزیر د افغانستان پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو په اړه معلومات ورکړل او د علمي، څېړنیزې اړیکو رول، د پوهې تبادل، د نویو تجربو ترلاسه کولو په موخه د استادانو او زدکړیالانو تبادل، تحصیلي بورسیو ورکړې، په یاد پوهنتون کې افغان زدکړیالانو ته د اړینو خدمتونه او اسانتیاوو وړاندې کول اړین وګنل او په دې اړوند د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو.

همدارنګه د مرمره پوهنتون رییس د لوړو زده کړو وزیر ستاینې ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ژمنه کړه او د افغانستان د پوهنتون لیدنې په هکله خپله لېوالتیا وښوده

د لیدنې په پای کې دواړو خواوو یو بل ته ډالۍ ورکړې او لوړو زده کړو وزیر د استانبول مرمره پوهنتون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS