د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې د احاطې دېوال د پاتې برخو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یادې مؤسسې د مسؤلینو په وینا د دغه تحصیلي مرکز له شاوخوا ۵۰۰ جریبه مساحت څخه د راتاو شوي پاخه او اساسي دیوال لوېدیځه برخه ناتکمیله پاتې وه، چې اوسمهال یې یو ځل بیا چارې پیل او په اساسي توګه به ورغول شي.