د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندونیزیا هېواد سیمرنګ پوهنتون تحصیلي بورس خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د بهرینو چارو وزارت د اندونیزیا هېواد سیمرنګ دولتي پوهنتون، په بېلابېلو تحصیلي برخو کې چې ۵ سیټه لېسانس، ۵ د ماسټري او دوکتورا دورې د بورسونو خبر ورکړی دی.

د بورسونو شرایط او امتیازونه:

ـ د لېسانس دورې نوماند د نمرو سلنه باید له ۷۰ لوړه وي.

ـ د ماسټري او دوکتورا دورې نوماند د نمرو سلنه باید له ۶۵ لوړه وي.

ـ د لېسانس دورې د ژبې د زده کړې فیس، ځای، صحي بیمې او د تلو راتلو لګښتونه د بورسونو د مرجع پر غاړه دي.

ـ د ماسټري او دوکتورا دورې د زدکړیالانو لپاره یوازې میاشتنی فیس او د پوهنتونه داخله وړیا ده او پاتې لګښتونه پخپله د زدکړیال پر غاړه دي.

ـ د مینوالو نوملیکنه په انلاین بڼه د http://bit.ly/AdmissionUNNES وېبپاڼې له لارې کېږي.

د لا ډېرو معلوماتو او اړتیا وړ اسنادو لپاره په خبرتیا پورې تړلي جدول ته ورشئ.

ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي که په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه کوئ نو په یاده وېبپاڼه کې د آنلاین نوملیکنې سربېره کولی شئ چې د لوړو زده وزارت منښت (۲۱) غرفې ته، سره له اصلي تحصیلي اسنادو ورشئ او خپل اسناد د ۲۰۲۱کال، د جولای ۱۵مې، چې د ۱۴۰۰کال، د چنګاښ له ۲۴ سره سمون لري، وسپاري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

دانلود

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .