د لېسانس او ماسټري په کچه د سلواک هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا
![ا](/sites/default/files/2021-04/116931759_2627854387474429_6054878218603458619_o_16.png)
Due
-
د بهرنیو چارو وزارت د سلواک هېواد د ۲۰۲۱ - ۲۰۲۲ تحصیلي کلونو لپاره په ځانګړو څانګو کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د پنځو دولتي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.
د بورسونو شرایط:
• د شته تحصیلي څانګو، د وړاندې شویو بورسونو کره شمېر، د بورس د ورکړې شرایطو او همدارنګه د بورس د نوملیکنې فورمو او داسې نورو مواردو په اړه د مفصلو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دغه www.vladnestipendia.sk وېبپاڼه وګوري.
• د لېسانس او ماسټري لپاره د نوماند عمر باید له ۱۸ تر ۲۶ کلونو پورې وي.
• غوښتونکي باید د خپلو غوښتنلیکونو یا فورمو تر استولو مخکې یاده وېبپاڼه هرو مرو وګوري او په وېبپاڼه کې د ورکړل شویو څرګندونو د کره پلټنې تر څنګ د غوښتنلیکونو فورمې له چلنلارې سره سم د انټرنټ له لارې اړوند مراجعو ته واستوي.
• که چېرې غوښتونکي د فورمو ډکولو په اړه پوښتنې ولري او یا هم د برېښنایي فورم ډکولو په برخه کې له ستونزې سره مخ شي، نو د 00421907551404 ټلیفون شمېرې او یا helpdesk@studyabroad.sk برېښنالیک پتې سره دې اړیکه ونیسي.
• غوښتونکي کولای شي چې خپل ټول اسناد سیده د یادې وېبپانې له لارې واستوي او تر ټاکل شوې مودې وروسته د منلو وړ نه دي.
• هغه نوماندان چې د سلواک دولت د بورسونو په تر لاسه کولو بریالي شي مخکې له دې چې هغه هېواد ته ولاړ شي باید د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپل د تصدیق شويو تحصیلي اسنادو اصل او نور د اړتیا وړ اسناد د نوملیکنې پر مهال یاد پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت نړیوالو همکاریو څانګې، سلواک جمهوريت علومو، څېړنو او سپورټ برخې ته وسپاري، ځکه چې د نوملیکنې پر مهال د اصلي اسنادو له وړاندې کولو پرته منل شوي غوښتونکي تحصیلي بورس نه شي تر لاسه کولای.
که چېرې غوښتونکي په سلواکي ژبه کافي بلدتیا ونه لري، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې د ژبې یو لنډمهاله کورس پیلېږي او ۱۰ میاشتې دوام کوي. په دې اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دغه www.cdv.uniba.sk وېبپاڼه وګورئ.
د یادونې وړ ده چې د غوښتونکو د نوملیکنې د اړتیا وړ اسنادو څخه یو هم د افغانستان اسلامي جمهوريت اړوند موسسې/ وزارت له خوا رسمي معرفي پاڼې وړاندې کول دي او دغه چاره به د لوړو زده کړو له لارې د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ تر سره شي. پرته له هغه به غوښتونکي په یاد بورس کې ونه منل شي.
ټولو د شرایطو وړ مېنوالو ته خبر ورکول کېږي، چې که چېرې غواړي د یاد هېواد تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي نو د نوملیکنې لپاره دې له اصلي اسنادو سره د لوړو زده کړو وزارت (۲۱) شمېرې د عمومي منښت غرفې ته ورشي او خپل اسناد د ۲۰۱۲ کال د مۍ میاشتې ۱۵مې څخه مخکې چې د ۱۴۰۰کال د غویي له ۳۰مې سره سمون لري، دغه وزارت ته وسپاري.