د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د لیبیا هیواد اسلامي دعوت فاکولتې د تحصيلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د اسلامي همکاریو سازمان کې د ا. ا. ج. دایمي استازولۍ، د یوه رسمي لیک په ترڅ کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو له‌پاره، د اسلامي همکاریو سازمان غړو هیوادونو ته د لیبیا د اسلامي دعوت(بلنې) فاکولته (World Islamic Call Society) کې، په بیلابیلو تحصیلي څانګو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د تحصيلي بورسونو خبر ورکړی دی

•          ماسټري د (قرآني علومو، دعوت او عربې ژبې) څانګو کې

•          دوکتورا د (قرآني علومو، دعوت او عربې ژبې) څانګو کې

د بورسونو شرایط:

•          د نوماند د ليسانس او ماسټرۍ دورې د نومرو سلنه باید له ۶۵ ښکته نه وي

•          د ليسانس/ ماسټرۍ دیپلوم کاپي

•          د نومرو د ټرانسکرېپټ کاپي

•          د زېږون سند کاپي (Birth Certificate)

•          د جرمي مسوولیت نه درلودو سند

•          د روغتیایي معایناتو سند

•          شپږ قطعې عکسونه (۶+۴)

•          د پاسپورټ کاپي چې د اعتبار موده یې له درېیو کلونو کمه نه وي

•          د دوکتورا نوماندانو دپاره د ماسټرۍ د مونوګراف کاپي

•          پېژندپاڼه

د یادونې ده چې د یادو بورسونو د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱‌م‌ کال د مارچ میاشتې ۳۱مې پورې ده.

پر شرایط برابرو مینوالو ته خبر ورکول کېږي؛ که چیرې د یاد هیواد تحصیلي بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکي وي؛ د نوم لیکنې له‌پاره دې له خپلو سندونو سره د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې غرفې ته مراجعه وکړي، د سندونو له بشپړولو وروسته دې هغه postgraduate@uic.edu.ly وېب‌پاڼې ته واستوي او د نوماندۍ سندونو سکن او کاپي دې د  ۲۰۲۱‌م‌ کال مارچ میاشتې ۳۱مې نېټې څخه مخکې وسپاري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

دانلود

دانلود

 

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۵:۴۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصميم نېونې خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (43) مادې د (2) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د وزارت مرکزي دفترونو لپاره د اړتیا وړ د ټکنالوژي وسایلو د تهیه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

خبرتیا !

دلوړو زده کرو وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود(رض) جامعه په پام کې لري، چی د (۱۴۰۲)لمریز کال تخصص فی الافتاء والقضاء څانګې لپاره نوي فاضلان جذب کړي.
علاقمندان کولای شي له چهارشنبه (۲۰/۲ . . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۵:۵۳
Background image

د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا لومړي پړاو کلستر خبرتيا !

د وزارتونو او دولتي او خصوصي پوهنتونونو هغه علمي کادري غړو کوم چې د ګډون کونکو په نوملړ کې شامل دي، د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۵:۱۹
Background image

د لېسانس په برخه کې د قزاقستان هېواد (۱۶) سيټه تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان هېواد د رسمي مکتوب پر بنسټ لاندې شرایطو سره د لیسانس دورې لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی:

د اړتیا وړ اسناد:
• لږ تر . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۸:۳۴
Background image

خبرتیا !

د افغانستانو اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د محترم مقام په کابل کې د ترکيې هېواد سفارت د رسمي یادښت پر بنسټ په ترکيه هېواد کې په شخصي لګښت د محصلينو او تحصيلي داوطلبانو منلو لپاره  د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۸:۳۲
Background image

خبرتیا !

د برونای هېواد د تحصيل په بېلابېلو لېسانس او ماسټرۍ برخو کې د یاد هېواد پنځه معتبرو پوهنتونونو کې د ۲۰۲۳/۲۰۲۴ کالونو لپاره د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر وکړی دی:
•    Universiti Brunei . . .