د میدان وردګ والي او متنفذانو د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۵
g

د وردګو ولایت والي عبدالرحمن طارق،د ولایتي شورا رئيس اخترمحمد طاهري، وردګ د لوړو زده کړو موسسې رئيس مسعود حسن زي ، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي محمد نعیم وردګ ،ډاکتر عبیدالله کلیمزي , د ازموینو د ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش او ددې ولایت یو شمير متنفذینو په خپل وار سره خپلې طرحې، وړاندیزونه او ستونزې د لوړوزده کړو د دودیدو د څرنګوالي او د وردګو د لوړو زده کړو موسسې د منځپانګې او جوړښت پراختیا په اړه خپلې غوښتنې له لوړو زده کړو وزیر سره شریکې کړې.

د دې ولایت والي عبدالرحمن طارق د وردګ د لوړو زده کړو موسسې د پرمختګ د اړتیا د بحث ترڅنګ او د وردګو لوړو زده کړو موسسې ته پاملرنه، د احاطوي دیوال نشتوالي، د تدریسي ودانۍ دنشتوالي ستونزې ، په اداري او علمي برخو کې د بشري ځواک کمښت جدي ننګونې وبللې چې باید توجه ورته وشي.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر، له والي او مل ټيم څخه يې د هغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې د ستونزو د شریکولو او د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي پروګرامونو څخه د دوی د ملاتړ له امله مننه وکړه، ټينګار يې وکړ، لوړو زده کړو وزارت دعلمي بنسټونو اړتیاوو ته پاملرنه او د دوی د ستونزو رفع کول خپل مسئولیت بولي، چې د خلکو ملاتړ يې موخې ته د رسیدا په منظور لاره لنډوي.

ډاکتر عباس بصیر، د ولایتونو او مرکز په کچه د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي پروګرامونود تشریح کولوپه ترڅ کې وویل: په ملي او ولایتي کچه د علمي بنسټونو پراختیا، په علمي بنسټونو کې د علم او ټکنالوژۍ زیاتوالی، د دې وزارت هغه برنامې دي چې په لومړي ګام کې به د هېواد په ټولو دولتي پوهنتونونو کې ورته پام وشي.

ډاکترعباس بصیر د والي او متنفذینو د وړاندیزونو په ځواب کې چې د نویو پوهنځیو او څانګو د زیاتوالي غوښتنه وه، د همکارۍ وعده وکړه , او دې هدف ته د رسیدلو په برخه کې یې د ریاست تضمین کیفیت د معیارونو په بشپړوالي یې تاکید وکړو.

د لوړو زده کړو وزیر هغوتحصیلي بنسټونو ته پاملرنه جدي اړتیا وبلله، چې کمه پراختیايې موندلې او ویې ویل، د زیربنايي پروژو د تطبیق په برخه کې به د ښار جوړونې او اراضۍ له وزارت سره په دې اړه همغږي وکړي او زیاته یی کړه چې د احاطې دیوال د لوړو زده کړو وزارت د پلانونو په سرکې قرار لري , چې ان شاالله په راتلونکې کال کې به تطبیق شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته د جامي خصوصي پوهنتون استازي د تضمین کیفیت په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د جوړېدو پېشنهادي طرحه وړاندې کړه.  


د جامي خصوصي پوهنتون علمي مرستیال عتیق الله رحیمي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ته، په داسې حال کې چې د تحقیق، تألیف او ژباړې، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۵:۲۷
Background image

تېر کال په میوند تدریسي روغتون کې تر درې لکه زیاتو ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې شوي دي.


د مسؤلینو په وینا، د میوند تدریسي روغتون لخوا په ترسره شويو روغتیایی خدماتو کې لابراتوار، الټراساونډ (ایکو)، د زړه ګراف (ECG)، آډیو میټري، ډیجیټل ایکسرې، ساده ایکسرې او واکسین شامل دي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۵:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو له لوري جوړه شوې ډرون الوتکه نندارې ته وړاندې شوه.


دغه له کاک کاغذه جوړه شوې F22 ماډل ډرون الوتکه چې د ساينس پوهنځي محصل عبدالباسط سمير او نورو محصلینو په مرسته او د استادانو په لارښوونه جوړه شوې ده، کولای شي چې تر ۵۰۰ متره ارتفاع او. . .

BACK TO NEWS