د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د (اقتصادي فعالیتونو خصوصاً د روزګار په رامنځته کولو کې د دولتي او خصوصي سکتور د رول پرتله په نړۍ او افغانستان کې) تر عنوان لاندې مناظره ترسره شوه.
دغه مناظره چې د اقتصاد پوهنځي د محصیلینو لخوا په دوو ګروپونو A او B کې، چي هر ګروپ دوه غړي درلودل، د نوماند پوهنیار محمد اسمعیل سایل په لارښوونه چمتو او ترسره شوه .
په لمړی سرکې د مؤسسې رئیس د مناظرو په اهمیت او اوصولو خپله وینا د ګډونوالو سره شریکه کړله ، ورپسې علمي او مالي او اداري مرستیالانو هم خپل نظرونه او ویناوې واورولې، دغه راز A ګروپ او بیا B ګروپ خپل دلایل واورول.
همدارنګه دواړو ګروپونو د یو او بل ګروپ پوښتنواو انتقادونو ته ځوابونه وویل ، او په درېیمه برخه کې د حاضرینو پوښتنو ته د دواړو ګروپونو لخوا ځوابونه وویل شول ، په وروستیو کې ټاکل شوي پلاوي ګټونکی ټیم اعلان او ورباندې جوایز تقسیم کړل .
په یاده مناظره کي د مؤسسې رئیس روح الله مشال ، علمي مرستیال پوهنمل حمدالله حمیم ، مالي او اداري مرستیال نقیب الله هجرت ، د اقتصاد پوهنځي رئیس شفیق الله صمیم او ټولو استادانو ، همدارنګه د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس طاووس خان هېوادمل او نورو استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.