د نجونو لپاره د لېسانس په کچه د اندونیزیا هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

Due
-
د اندونیزیا هېواد وحید هاشم پوهنتون لوړو زده کړو وزارت ته د نجونو لپاره د لېسانس په کچه د ۱۵ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.
د بورسونو د اړتیا وړ اسناد او شرایط:
• شهادتنامه او د ښوونځي درې کلنې نومرې چې سلنه یې لږ تر لږه ۷۰٪ وي
• د تابعیت پېژندپاڼې درلودل
• د پاسپورټ درلودل چې د باور وخت یې لږ تر لږه ۲ کاله وي
• د داوطلب عمر باید له ۲۲ کالو زیات نه وي
• د داوطلب ټول اسناد باید په انګرېزي ژبه ژباړل شوي وي
• داوطلب باید د اندونیزیا ښاروند نه وي
• نوملیکنه په انلاین بڼه په www.pmb.unwahs.as.id وېبپاڼه کې کېږي او د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ ۷مه ده چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۱۶مې سره سمون لري، او له ټاکل شوي وخت وروسته داوطلبان نه منل کېږي
• د یادو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره له pmb@unwahas.ac.idبرېښنالیک سره اړیکه ونیسي
د بورس امتیازونه:
• د پوهنتون د فیس لګښت، د ژبې د زده کړې فیس، د اوسېدو ځای، روغتیایي بیمه او په پوهنتون کې نوملیکنه وړیا ده.
• د الوتکې ټکټ او نور لګښتونه پخپله د داوطلب پر غاړه دي.
نو ټولو د شرایطو وړ مینوالو ته خبر ورکول کېږي چې که غواړي په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي، په پورته وېبپاڼه کې له انلاین نوملیکنې سربېره کولای شي چې د نوملیکنې او فورم اخیستلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت منښت ۲۱مې عمومي غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره یو ځای ورشي او خپل اسناد د ۲۰۲۱ کال د جولای ۲۵مې پورې چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۳یمې سره سمون لري، بېرته دغه وزارت ته وسپاري.