د نورستان ولایت د نوې جوړيدونکې موسسې عملي کار د چټکتیا په موخه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې موسسې له اداري هیئت سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکزري په داسې حال کې چې د دې وزارت مالي او اداري مرستیال نوراحمد درویش هم حضور درلود، د نورستان لوړو زده کړو موسسې د عملي فعالیتونو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
پوهنمل بالاکرزي وویل، چې د نورستان لوړو زده کړو موسسې اداري هیئت باید د درسي صنفونو په چمتو کولو، د یادې موسسې په کادري او اداري بستونو کې د تکړه او ځوانو کادرونو په جذبولو، سټراټیژیک پلان پر چمتو کولو او د فرنیچرو په برابرولو خپل مقدماتي کارونه په جدیت او چټکتیا سره پیل کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پشه یي او نورستاني ژبو او ادبیاتو د پیاوړتیا په موخه د یادې موسسې رئیس ته لارښوونه وکړه چې د یادو ژبو د ډيپارټمنټونو د جوړولو مقدماتي کارونه دې هم پيل شي.
په دغه لیدنه کې د نورستان لوړو زده کړو موسسې رئیس عبدالصبور غفورزي نوموړي ته د دغه علمي بنسټ د مسوولیت د سپارلو له امله د جمهوري ریاست مقام او لوړو زده کړو وزارت له اعتماد او باور څخه د مننې په وړاندې کولو سره ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د لارښوونو سره سم به خپل پروګرامونه او کارونه تنظیم او په سرعت سره به يې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت په وړاندېز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ پوهنمل عبدالصبور غفورزی د نورستان لوړو زده کړو موسسې د رئیس، پوهندوی حبیب الرحیم شینواری د علمي معاون او پوهنمل جاوید صاحب زاده د دې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.