د هرات، فراه او بادغیس په امارتي تحصیلي بنسټونو کې د اداري بستونو د ډکولو په موخه له څه باندې ۵۰۰ نوماندانو رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۴:۲۹
jhkjsdhfkdsj


د يادو شويو تحصيلي بنسټونو د اداري بستونو ازموينه نن د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي او د هرات پوهنتون د مسوولينو په حضور کې په هرات پوهنتون کې واخيستل شوه.
د دغې ازموينې د پيل په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو رئيس او د دغه ازموينې د بورډ رئيس انجنير روح الله روحاني د دغې ازموينې د اخيستلو د بهير په اړه خبرې وکړې، د دې پروسې د روڼتیا په اړه یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ازموینه به په شفافه او عادلانه توګه ترسره شي چې پایله به یې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي کمیټې له لارې اعلان شي.
همدارنګه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي عبدالغفار د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، د ازموینو نوماندانو او نورو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلام په مبارک دین کې کار اهل کار ته د سپارلو پر ارزښت خبرې وکړې. ده وويل چې د دې ازموينې له لارې د هرات پوهنتون او د فراه او بادغيس لوړو زده کړو موسسو په اداري بستونو کې به وړ او مسلکي کسان وګومارل شي چې په پايله کې به خلکو ته باکيفيته او معياري خدمات وړاندې شي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS