د هېواد تحصیلي بنسټونو د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵۳
gdfgfdgf


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د علم په پرمختګ او پراختیا کې د ژبو پر ارزښت خبرې وکړې او هر ډول دیني او دنیوي علم یې تر جهل غوره وباله. نوموړي زیاته کړه چې موږ باید د بهرنیو ژبو د زده کولو په وسیله له خپلو دښمنانو سره مقابله وکړو او د خپلو خلکو او هېواد په ګټه یې وکاروو.
 
همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې پر واحد نصاب د ټینګار تر څنګ وویل چې لوړو زده کړو وزارت دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی. دغه راز یې د ځينو خلکو له لوري په خبرو کې د بهرنیو ژبو د کلمو کارولو ته په اشارې سره، د کلسټر له ګډونوالو وغوښتل چې ملي ژبې د بهرنیو ژبو له اغېزو وژغوري. 

 همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې ژبه د افهام او تفهیم تر څنګ د فکر، ثقافت او کلتور لېږدونکې ده. نوموړي ټينګار وکړ چې د فکر مقابله باید د فکر په وسیله وشي او زیاته یې کړه چې موږ باید خپلو ارزښتونو، ثقافت، کلتور او نویو پرمختګونو ته په کتو تحصیلي نصاب جوړ کړو. 

دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې محصلین باید له لېسانس دورې وروسته په خپل ځان کې د علم کیفیت درک کړي او د خپلو خلکو او هېواد لپاره د خدمت جوګه شي.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ژبو او ادبیاتو پوهنځيو د لومړي پړاو کلسټر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د یاد کلسټر لپاره د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو سربېره، د علومو اکاډمۍ د اړوندو ادارو متخصصین رابلل شوي، چې د ۵ کاري ورځو په جریان کې به د هېواد تحصیلي بنسټونو د ادبیاتو پوهنځیو د ۱۳ څانګو پر تحصیلي نصاب کار وکړي. 

وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د یوه پرېزنټېشن په ترڅ کې د یاد کلسټر د کار بڼې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 
نېټه: یکشنبه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS