د هېواد تحصیلي بنسټونو د ښوونې او رزونې پوهنځیو د ژبو او ادبیاتو څانګو د بیاکتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو. 

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۸:۱۸
تنشاینتسشنتی


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ژبه د علومو، ثقافتونو، افکارو او کلتورونو د تړاو او تعامل تر ټولو غوره وسیله وبلله او ویې ویل چې د ژبې او ادب قوت انسان ته پر نورو علومو او ثقافتونو د پوهېدو او تعامل توان وربښي. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د لوستو کسانو او ټولنې تر منځ پر ښو اړیکو جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه اړخونه باید په ارزښتونو کې سره تړلي وي. نوموړي د یاد کلسټر ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې په نصاب کې هغه مسایل ځای پر ځای کړي، چې د هېواد د داخلي ژبو اغېزه زیاته او د بهرنیو ژبو له اغېزې یې وساتي.
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمېسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د کلسټر د کار بڼې په اړه معلومات ورکړل او په دې پړاو کې یې له ټاکل شوي چوکاټ سره سم د مفرداتو پر تکمیل ټينګار وکړ. 
د یادونې وړ ده چې د دې کلسټر په پنځو کاري ورځو کې به د ښوونې او روزنې څانګو د پښتو، دري، اوزبیکي، ترکمني، عربي، انګلیسي، روسي او ترکي ژبو پر نصابونو کار وشي.   

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS