د هېواد تحصیلي بنسټونو د کمپیوټر ساینس پوهنځی د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم دور کلسټر پیل شو.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۰:۳
ssdddvgddd

د یاد کسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ یو ستر لامل معیاري تحصیلي نصاب دی، نو موږ ته هم پکار ده چې د نړۍ له معاصرو پرمختګونو او نصابونو په استفادې یو معیاري نصاب جوړ کړو، چې د ټولنې اړتیاوو ته مو ځواب ووایي. نوموړي زیاته کړه چې د هېواد د تحصیلي نصابونو د بیاکتنې او پراختیا لپاره مو زمینه برابره کړې او د هرې برخې متخصصینو ته پکار ده چې د نصاب په پراختیا کې له پوره دقت او اېماندارۍ څخه کار واخلي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالروف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې د دغه کلسټر لپاره مو د هېواد دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو سربېره د اړوندو ادارو متخصصینو هم رابللي چې د ۵ ورځو په جریان کې به د کمپیوټر ساینس پوهنځی نصاب نهایي کړي. 
وروسته د تحصیلي نصاب د کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د یوه پرېزنټېشن په ترڅ کې د یاد کلسټر د کار بڼې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS