د هېواد پوهنتونونو د بېلابېلو څانګو ټولنیزو علومو پوهنځی، ارواپوهنه او روزنیزو علومو د تحصیلي نصاب د پراختیا او بیاکتنې لومړی پړاو ملي پروګرام پیل شو

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۴:۱۵
g

د هېواد پوهنتونونو د بېلابېلو څانګو ټولنیزو علومو پوهنځی، ارواپوهنه او روزنیزو علومو د تحصیلي نصاب د پراختیا او بیاکتنې لومړی پړاو ملي پروګرام، نن روغتیایي سپارښتنو ته په کتو په لوړو زده کړو وزارت کې پیل شو.

د پروګرام په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د نصابونو نوي کول او بیاکتنه د دغه وزارت له اړینو پروګرامونو وبلل او ویې ویل، چې تر دې مهاله ۷۱ تحصیلي نصابونه بیاکتل شوي او په پام کې ده، چې د کال په بهیر کې به د نورو څانګو ۹۰ نصابونه هم د استادانو او د نصاب بیاکتنې ملي کمېسیون د غړو له لوري وکتل شي.

هغه د تحصیلي نصاب پر ازرښت د ټینګار او پر زده کړه یې د اغېزو په اړه وویل:"له شک پرته چې تحصیلي نصابونه په کال کې یو ځل کتل کېږي او له ورځنیو اړتیاوو سره سمېږي او که چېرې تحصیلي نصاب او زده کړې د ټولنې او زدکړیال اړتیاوې پوره نه شي کړای، نو د ټولنې او زده کړو تر منځ به واټن رامنځته شي.

د لوړو زه کړو وزیر په ټولنه کې پوهې پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې پرمختګ او په پوهه کې چټکو بدلونونو ته په کتو، جدي اړتیا احساسېږي چې خپل تحصیلي نصاب د کار بازار او ټولنې ته په کتو عیار کړو.

دغه راز هغه د پروګرام له جوړونکو د مننې تر څنګ له استادانو او د نصاب د کمېسیون له غړو وغوښتل چې په پوره پام سره د نصاب په توکو کار وکړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي پروګرامونو د پراختیا رییس پوهندوی علي جان عادل د هېواد پوهنتونونو د ټولنیزو علومو پوهنځی، ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی د نصاب بیاکتنې د پروسې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې پروسه کې به نږدې د ۱۵ پوهنځيو نصاب وکتل شي او په نورو پړاوونو کې د نصاب مسوده دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ته د نظر غوښتنې په پار وړاندې کېږي.

همدارنګه د نصاب ملي کمېسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق، د کار بڼې او پر درسي مفرداتو د کار څرنګوالي په اړه په پرېزنټېشن کې معلومات وړاندې کړل.

په پام کې ده چې د یادو پوهنځيو د بیاکتنې لړۍ تر پنجشنبې پورې دوام وکړي، چې د نصاب بېلابېلو برخو په اړه د ښکېلو ادارو کارپوهانو په همکارۍ او له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم به کار تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS