د وزارت مرکزي شعبو لپاره د ۱۳قلمه دفتري وسایلو د تدارک او ترتیب پروژه

Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1400/G-3076
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د وزارت مرکزي شعبو د ۱۳ قلمه دفتري وسایلو د تدارک او ترتیب پروژې د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي چې داوطلبۍ شمېره یېMOHE/1400/G-3076 وي او خپل سرتړلي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د ا.ا.ج تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم وړاندې کړي.
د شرطپاڼې ترلاسه کولو پته:
شرطپاڼه له www.npa.gov.af ،www.ageops.net انټرنټي پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کولای شئ او د افرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۰/۴/۱۵، د سهار ۱۰بجو پورې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د افر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۵، د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰جو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې تر سره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.
د آفر د ضمانت بیه (۱۲۰۰۰۰) یو سل او شل زره افغانۍ ده چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې اخیستل کېږي.
د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.
د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.
یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال، د چنګاښ په لومړۍ، د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې تر سره کېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸