د وړتیاوو د تثبيت د کمېټې جلسه جوړه شوه

د لوړو زدهکړو وزارت د زدهکړیالانو چارو د مرستیال په مشرۍ نن د قابلیتونو د تثبیت ملي کمیټې (NQF) ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهید زاده د افغانستان د قابلیتونو تثبیت د چوکاټ د وروستي کولو په اړتیا خبرې وکړې او د هیواد د تحصیلي اړتیاوو په پام کې نیولو سره یې د یوشمېر بهرنیو هیوادونو د درسي نصابونو پر مطالعې ټینګار وکړ.
پوهندوی شهید زاده وویل چې د قابلیتونو د تثبیت کمیټې چې د بورډ په نوم نومول کېږي؛ غړو لپاره به تر دې وروسته روزنیز ورکشاپونه جوړ شي. نوموړي د کمیټې له غړو وغوښتل چې د بهرنیو هیوادونوله تجربو څخه تر لاسه شوي اړین مالومات دې راتلونکې اونۍ د یوه پرېزېنټېشن په بڼه وړاندې کړي څو هغو ته په کتو په دې برخه کې یوه لازمه پرېکړه وشي.
د یادونې ده چې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د تحصیلي اسنادو منلو او معادل کېدو په موخه لوړو زده کړو وزارت کې د قابلیتونو د تثبیت ملي کمیټه رامنځ ته شوې څو تر هراړخیزې مطالعې وروسته یوه د منلو وړ کړنلاره جوړه کړي.