د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت محترمو وزیرانو د جامعهِ دارالعلوم الحکیمیهِ څخه لیدنه وکړه.

naser_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۱۶ - ۱۵:۵
Uwjsjkslwkxkn

 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي حبیب الله اغا صاحب دواړو تېره ورځ پنجشنبه په کندهار ولایت کې له جامعه دارالعلوم الحکیمیهِ څخه د لیدنې په ترڅ کې د استادانو او طلباء کرامو جوړې شوې لویې غونډې ته ویناوې وکړې.

 

دواړو وزیر صاحبانو د دغه لویې غونډې پر مهال پر خپلو ویناوو او سپارښتونو کې د استادانو خدمتونه او هڅې وستایلې، او د علم پر کیفیت او لا ښه والي یې ټینګار وکړ، همداراز استادانو او طلباء کرامو ته یې نېکې او نورې مهمې توصیې او سپارښتنې وړاندې کړې. او هم یې طلباء کرام راتلونکو ازموینو ته د ښه تیاري کولو په موخه تشویق او متوجه کړل.

 

همداراز د یادې ناستې په لړ کې دواړو وزیر صاحبانو استادان او طلباء کرام د افغانستان اسلامي امارت د زعیم او مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د منظور شوي نصاب د رعایت او عملي کولو په اړه خپلو دندو او مسولیتونو ته لا متوجه او و هڅول کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS