د پکتيا پوهنتون ۸۰ خالي اداري بستونو لپاره د ۲۷ ښځينه وو په ګډون د۱۰۰۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۴:۳۴
kjehkherkwj

یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي له لوري، چې د امتحاناتو د کميټې مشر او د یاد وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو رئيس روح الله روحاني يې مشري کوله، د یادې کمېيټې غړو او د پوهنتون مسؤلينو په شتون کې واخېستل شوه.
په پیل کې پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ګډون والو ته په ازموینو کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د امتحاناتو کمېټې مشر او د دې وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس انجنیر روح الله روحاني خبرې وکړي او د ازموينې ګډونوال ته يې د بشپړ عدالت د تامين ډاډ رکولو ترڅنګ وویل، چې وړ کسان به د خپل استعداد پر بنسټ خالي بستونو ته لار پیدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS