د ښوونځيو ۴۰۰ تنه فارغين ترکيې هېواد ته د خپلو زده کړو د ادامې له پاره ولېږل شول

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۵:۵۸
g

د افغانستان پرمختګ، لوړتیا، پراختیا او نجات تر وړتیا لرونکي او کار وړ معارف پورې تړلي دي. دغه مطلب د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر په هغې غونډه کې څرګند کړ چې د افغان ترک لیسې له لوري ۴۰۰ تنه افغان متعلمین د زده کړو له پاره ترکيې ته لېږل کېدل.

په دې غونډه کې د ترکیې د پوهنې بنسټ د افغانستان څانګې رييس شاکر وایووت، د افغانستان د پوهنې وزارت معين واحدیار، په پارلمان کې د خلکو يو شمېر استازي او د افغان ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدینو ګډون کړی و.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر د خپل هېواد د دولت او ملت او ترکيې پخوانيو اړيکو ته په اشارې سره وويل چې د دوست هېواد ترکیې پرلپسې جوړوونکي فعالیتونه، د افغانستان د دولت او ملت د باور وړ وو او په دې وروستیو کلونو کې د افغان ترک ښوونځي د دوست هېواد ترکیې تر ملاتړ لاندې د ښو تعلیمي موکو په برابرولو سره د دواړو ملتونو تر منځ د دوستۍ اسباب تر پخوا ډېر پياوړي کړي دي.

ډاکټر عباس بصير زیاته کړه چې اوس مهال د زر تنو په شاوخوا کې افغان محصلین په ترکیه کې د تحصيل په بېلابېلو څانګو کې په زده کړو بوخت دي او د نوو محصلينو په جذبولو سره موږ د ترکیې هېواد د ډېرو تحصيلي همکاریو ویاړ لرو.

د لوړو زده کړو وزیر د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې د ځوانانو د منلو د وړتیا د محدودولو په یادولو سره، د دوست هېواد له لوری د لوړو زده کړو په برخه کې همکاري شدیده اړتیا وبلله، زیاته يې کړه چې له ډېرو دوستو هېوادونو سره يې د ډېرو تحصيلي بورسونو د ترلاسه کولو په اړه خبرې کړې دي.

ډاکټر عباس بصير په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې له بنسټ او د ترکيې له دوست هېواد څخه د مننې په کولو سره وويل چې د افغان ترک د ۴۰۰ تنه زده کوونکو د ستایلو تر څنګ هيله لرو چې د افغانستان د ۱۳۹۹لمریز کال د کانکور د مخکښو ځوانانو له پاره یې د ۵۰ بورسونو غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې د ۱۳۹۹لمریز کال د کانکور عمومي اول نومره شمسیه هم ترکیې ته د زده کړو له پاره د دې ۴۰۰ تنه زده کوونکو په ډله کې ده.

ډاکټر عباس بصير زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت به ډېر ژر د ترکيې هېواد په مرسته د مولانا جلال الدین محمد بلخي د اناثيه پوهنتون د چارو د پراختيا له پاره د ښځينه پاړکي د جذب اسانتیا برابره کړي او همداراز به د سیمې او نړۍ د معتبرو پوهنتونونو څانګې په هېواد کې د زده کړو او وړتیا د جوړښت په موخه ملاتړ او استقبال کړي.

په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ رييس شاکر وایووت د پروګرام مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د افغانستان او ترکيې اړيکې د وياړ وړ وبللې، ټينګار يې وکړ چې د افغانستان او ترکیې هېواد د اړيکو د سلم کال د نمانځنې په درشل کې يو او په همدې ډول به په نژدې ورځو کې د ترکيې د پوهنې بنسټ دفتر د دواړو هېوادونو تر منځ د زده کړو د پراختیا له پاره پرانستل شي.

په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې د بنسټ رييس د بنسټ د فعالیت او هدف د تشریح کولو تر څنګ وویل چې له ۴۰۰ جذب کېدونکو متعلمينو څخه، ۳۲۲ تنه هلکان او ۸۲ تنه یې نجونې دي. نوموړي زياته کړه: «دغه پېغلې په یوه خوندي او امن سیمه کې زده کړې کوي او افغانستان ته د بېرته راتګ پر مهال کولای شي افغان کورنیو ته خپلې تجربې ولېږدوي چې د کورنیو باور د خپلو لورګانو د لېږلو له پاره زيات شي او موږ په راتلونکو کلونو کې ترکيې ته د هلکانو تر څنګ د ډېرو نجونو د لېږلو شاهدان و اوسو.

د پوهنې وزارت معین عطاء الله واحدیار د افغان ترک ښوونځي د افغان ځوانانو د وړتیا لوړوالي او پوهې د ډېرېدو سبب وبلل. نوموړي له ټولو کورنیو وغوښتل چې له پوهنې وزارت سره د خپلو اولادونو د زده کړو په برخه کې همکاري وکړي او ټول د افغانستان د نوي نسل په روزنه کې په ګډه هلې ځلې وکړي او خپل مسولیت اداء کړي.

په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ د همغږۍ مسوول صهیت امیري، د افغانستان پوهنې وزارت ته د افغان ترک ښوونځيو د ادارې د مسولیت له لېږد وروسته، د دې ارګان فعالیت او د منلو وړتیا یې لوړه شوه، تر دې چې د ښوونځيو شمېر له ۱۲ څخه ۲۵ته لوړ شوی او همداراز د متعلمینو شمېر یې له ۳زره څخه ۷زره ته رسېدلی.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

BACK TO NEWS