د ښځو لپاره د بنګله دیش هیواد د آسیایي پوهنتون تحصیلې بورسونو خبرتیا
د ښځو لپاره بنګله دیش هیواد آسیایي پوهنتون د لیسانس په کچه په لاندي څانګو کې د ۵۰ تحصیلې بورسونو د ورکړي، خبر ورکړۍ دي:
- Bioinformatics (B.Ss.)
- Economics(B.A.)
- Environmental Science (B.Sc.)
- Politics, philosophy& Economics (B.A.)
- Public Health Studies (B.Sc.)
شرطونه:
- په شرایطو برابر غوښتونکې باید ښځینه اوسې.
- غوښتونکې په ۱۳۹۷-۱۳۹۳ کال د مرکز او ولایانو له لیسو څخه فارغ وي او د هغوی د ښونځې د دری کلنې ثانوي دوري سلنه یې له ۷۰٪ څخه کمه نه وي.
- غوښتونکې باید په عالې کچه د انګلیسې ژبې سره بشپړ بلدیت ولري او وکولۍ شې چې آزموینه په لیکلې او شفاهې ډول ترسره کړي.
د اړتیا وړ سندونه:
- ښونیزسندونه(د ښونځې شهادتنامه درلودل اړین دي، پرته له هغې به د غوښتونکې نوم لیکنه ونشې.)
- د تابعیت تذکره
- د ښځو لپاره آسیایي پوهنتون د فورم ډکول او بشپړول
په شرایطو برابر مینوال چې په یادو بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکې دي کولۍ شې د نوم لیکنې او د سندونو د تکمیلولو لپاره د ۲۰۲۰/۲/۲۵ نیتې پوري چې د ۱۳۹۸/۱۲/۶هجري لمریز نیټې سره سم دي د بهرنیو اړیکو او د بورسونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي. او د نورو معلوماتو او د ښځو لپاره د بنګله دیش هیواد د آسیایي پوهنتون د غوښتنلیک فورم ډکولو لپاره د برک محترم دفتر، ۱۹۰ نمبر کور څلورم سړک،آریا کارته د شرینو نسوان لیسې مخامخ کابل افغانستان ته لاړ شې او یا هم کولۍ شې د اړتیا په صورت کې دغو شمیرو سره اړیکه ونیسې؛ ۰۷۰۴۷۳۳۲۹۳-۰۷۹۲۱۲۷۵۴۵