د کابل طبي علومو پوهنتون څخه ۴۱۸ تنه ډاکټران او ۴۰ متخصص ډاکټران فارغ او ټولنې ته خدمت لپاره وړاندې شول.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۴:۳۲
jdshfkdsjhf


په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداءمحمد ندیم صاحب فارغو شویو محصلینو ته مبارکي وویله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په خپل مسلک کې هڅې وکړي، تر څو پر ځان بیسا او د پردیو له احتیاجه خلاص شو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «په دنیاوي علومو کې تر ټولو غوره علم طبابت دی.» نوموړي فارغ شوي ډاکټران په خپل مسلک کې کار او خدمت ته وهڅول او ډاډ یې ورکړ چې لوړو زده کړو وزارت به د لا نورو زده کړو او عملي کارونو اسانتیاوې ورته برابروي. 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې نړيوال تش په نوم د بشر دوستۍ چیغې وهي، په نړۍ کې د مسلمانانو هېوادونه اشغاليږي، د همدوی د اصولو خلاف له مهاجرینو سره بد وضعیت کېږي، خو هغوی یوازې تش په نامه د خواخوږۍ پيغامونه خپروي.
وروسته  د کور او ښار جوړونې سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د هېواد علمي کادرونو ته وویل چې ستاسو عزت او حیثیت په هېواد کې دننه خوندي دی او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپل ولس لپاره د خدمت مصدر وګرځي. 
همدارنګه په یاده غونډه کې د کابل طبي پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د عامې روغتیا وزارت مالي او ادارې معین مولوي اسحاق صاحبزاده او نورو ویناوالو فارغو شویو محصلینو ته د مبارکي تر څنګ لازمې سپارښتنې وکړې. 
د یادولو وړ ده چې کابل طبي علومو پوهنتون ۶ پوهنځی او ۶ تدریسي روغتونونه لري او هر کال سلګونه ډاکټران او متخصصین د هېواد طبي سکټور د خدمت لپاره وړاندې کوي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS