د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې، په اصلاحي بیان کې د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وکړ.
هغه په خپل خبرو کې وویل چې ټینګه عقیده، قوي اېمان، استقامت او ښه اعمال مسلمانان ځواکمنوي او پر کفارو یې غالبوي. نوموړي زیاته کړه چې د کفارو او د هغوی لاسپوڅو د منفي تبلیغاتو او پروپاګند پر وړاندې باید ټول متعهد پاتې شو، په ګډه یې پر وړاندې مبارزه وکړو، ځکه کفار همېشه په دې هڅه کې دي چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه واچوي، نو موږ باید خپل یووالی لا قوي کړو.
محترم خلیفه صاحب دین محمد وویل چې زموږ او ستاسو بریا د الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او امیر په اطاعت کې ده او زیاته یې کړه چې د الله تعالی په اوامرو عمل او له نواهیو ډډه کول د مسلمان د دنیا او اخرت نېکمرغي ده.
دغه راز د کابل علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: «تاسو هر یو ستر مسؤلیت لرئ، د خپل مسؤلیت پوښتنه درڅخه کېږي او د دې مسؤلیتونو واکمني په ډېرو قربانیو تر لاسه شوې ده.»
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۲۶مه
۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۸مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۲۷مه