د کابل پولي تخنیک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

P-01

د کابل پولي تخنیک پوهنتون ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۰مالي کال لپاره د عمومي فاضلاب د څاه، د آی ټي ژورې څاه، د بلاکونو دروازې ژورې څاه، د اوبو زېرمې، د برېښنا برج، تدریسي ودانۍ او د دغه پوهنتون د لوېدیځ لوري د دېوال لوړوالي د اساسي جوړونې، ترتیب او تجهیز په پروژه کې ګډون وکړي او اړوند شرطپاڼه په حافظه یا فلش کې تر لاسه کړي او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو قانون له چلنلارې سره سم، په سرتړلې توګه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۰/۴/۱۲ د سهار تر ۱۰ بجو پورې د مالي او اداري معاونیت دفتر ته وسپاري.

د آفر ضمانت به د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د ګرانټي بانګ په توګه او یا هم نقدې پیسې وي، ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

ټول شرکتونه، دولتي تصدۍ، موسسې او خصوصي متشبثین چې غواړي تړون وکړي، خپلې غوښتنپاڼې دې د پولي تخنیک پوهنتون پنځمې لیلیې ۳۵ شمېرې خونې د تدارکاتو، خدماتو او ترتیب آمریت ته وسپاري.

د آفر پرانیستلو ناسته د ۱۴۰۰/۴/۱۲مه، د سهار په ۱۰بجو د مالي او اداري معینیت دفتر په ۳۱ شمېره خونه کې تر سره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۷:۳۸
Background image

د تړون کولو خبرتیا

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د کابل لوژستیکي او خدماتي شرکت سره د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د . . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

سرلیک: د  ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د دوه ډوله تېلو (ډیزل او پټرول) د تهیه او تدارک پروژه

 

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره:  MOHE /1400/NCB/G-2953/Re-Bid 

لوړو زده کړو . . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۳۴
Background image

د تړون کولو خبرتیا

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د (۵۳) قلمه روغنیاتو او . . .

Back to tenders